د بادغیس عدلیې رئیس د آبکمري ولسوالۍ له مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۳:۳۶
.

 د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالرزاق مرزوقي او ورسره مل پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۳۰مه نېټه د جمعې په ورځ د یاد ولایت آبکمري ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له ولسوال او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د عدلیې رئیس د ځینو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د امارت د قضایاوو له مدیریت سره یې د یادې ولسوالۍ د مسؤولینو همکاري وغوښته او په دې برخه کې یې پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست د ښې همغږۍ، د موجودو ستونزو او کاري ننګونو د لري کولو په منظور د نورو ولسوالیو له مسؤولینو سره هم د هغمږۍ ناستې ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS