په کندز ولایت که څه باندې ۳۳ جریبه ځمکې بررسي شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۴۱
.

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۵نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د کندز ولایت د مرکز اړوند په اوومه ناحیه کې د پنځه جریبه ځمکې، په دولتيار ولسوالۍ کې د ۲۶ جریبه ځمکې او په چهاردرې ولسوالۍ کې د څه باندې دوه جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیو په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او په راتلونکې ناسته کې دې معلومات یې شريک شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په کندز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۴۸
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د باميان ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS