په غزني ولایت کې ۵ دارالوکالې د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شوې

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۳۲
.

 د غزني ولایت عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۴مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې  له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۵ دارالوکالې د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوې.
نظارتي پلاوي د نورو دارالوکالو متصدیانو ته د خپلو ستونزو د حل کولو او د کاري چاري ښه پرمخ وړولو په موخه لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري ستونزې هم واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۹
Background image

د معاملاتو په آنلاین سېسټم کې څه ‌باندې ۳۲۰۰ د معاملاتو لارښوونې ثبت شوې دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې آنلاین سېسټم په معاملاتو کې د اسانتیا او روڼتیا رامنځته کولو په موخه جوړ او فعاله کړی چې تر دې‌ دمه  په کابل ښار کې له ۳۲۰۰ څخه زیات د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

په تېره یوه میاشت کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د محرم الحرام د میاشتې په ترڅ کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د. . .

BACK TO NEWS