د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د خوست ولایت د مرستيال والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۳
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۴مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د خوست له مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت، د ښاري ابتدایې محمکې رئيس مولوي امير محمد ایثار او د دغه ولایت  یو شمېر نورو مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته  ترسره کړه.

په دې ناسته کې چې د خوست ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه، د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د وړيا حقوقي مرستو او مشورو د وړاندې کولو څرنګوالي، حقوقي مرستو ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسۍ، په ټول هېواد کې د ۱۸۸ وړيا شمېرې له لارې وړيا حقوقي مشورې ورکول او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.

په دې ناسته کې د خوست ولایت مرستيال والي او نورو مسؤولينو ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو، حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او د هغوی د مؤکلينو دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې به هم لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS