د آریا ښارګوټي په لومړي او دوهم فاز کې څه‌باندې ۱۸ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۱۹
.

 د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د «آریا ښارګوټي» په نامه، د ۱۶۶ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې څه باندې ۱۸ جریبه ځمکه یې امارتي ده.

یاد ښارګوټی د کابل ښار اړوند په لسمه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه، د دغه ښارګوټي د ځمکې له مجموعې ۱۸.۲ جریبه یې چې په لومړي او دوهم فاز کې موقعیت لري، امارتي ده.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه  د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون  په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت هم لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.