په لغمان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۴۴
.

 په لغمان ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د معاملاتو لارښوونې یو شمېر دفترونه او استوګنیز بلاکونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او د هغو رسمي سټې بررسي شوې.  نظارتي کمېټې د یادو دفترونو متصديانو ته توصیه وکړه چې د هغو کورونو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په برتله یې کرایه لس سلنه ډېره شوې وي.

همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې له هغو اقداماتو څخه په کلکه ډډه وکړي چې د کرایو د لوړیدو لامل کېږي.

کمېټې د معاملاتو لارښوونې دفترونو له متصديانو څخه غوښتنه وکړه چې له تازه راستانه شويو کډوالو سره د کورونو او استوګنځایونو د موندلو په برخه کې هم همکاري وکړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول د ولایتي ګډې کمیټې په ترکیب کې د عدلیې، استخباراتو، کور او ښار جوړولو،  امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د ښاروالۍ ریاستونو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې استازي شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS