د پکتيا ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او مل پلاوي د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس مفتي عبيد الله خالد سره د استيناف محکمې رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې چې د یاد ولایت یو شمېر مدافع وکيلانو هم ګډون درلود، د عدلیې رئيس د پکتیا ولایت په محکمو کې د مدافع وکيلانو د ځینو موجودو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د حل په برخه کې یې د استيناف محمکې د رياست د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته مهال د پکتيا ولایت د استیناف محکمې رئیس د ورته ناستو پر جوړېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د مدافع وکيلانو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS