په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۰:۵۳
.

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ،  په امام صاحب ولسوالۍ کې له ۱۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
په دې نظارت کې نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې. همدارنګه پلاوي ټينګار وکړ چې هېڅ مدافع وکیل نه شي کولی چې د فعالیت جواز څخه پرته په دارالوکاله کې فعاليت ترسره کړي.
د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

په لغمان ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر هټیو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار او لغمان ولایتونو د عدلیې، د امر بالمعروف، د استخباراتو ریاستونو او د زرګرانو د اتحادیو د مسؤولینو ګډ نظارتي پلاوي، د شوال د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د لغمان ولایت. . .

BACK TO NEWS