د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۴:۴۶
.

 د نیمروز د عدلیې ریاست اداري ناسته د ربیع الآخر د مياشتې په ۴مه نېټه د شنبې په ورځ د عدليې رئیس، مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د نیمروز  د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د اجرا، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام،  له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس په یاد ولایت کې د دارالوکالو، عريضه ليکونکو، معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو څخه پر نظارت کولو ټینګار وکړ او مسؤولینو ته یې دنده وسپارله چې هره اوونۍ له دغو برخو څخه نظارت ترسره کړي.
دغه راز نوموړي د عدلیې ریاست، نورو څانګو ته لارښوونه وکړه چې خپل کاري اجراآت په ټاکل شوي وخت ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS