د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو په موخه له خیریه بنسټونو او اتحادیو سره د همغږۍ ناسته وکړه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۲
.

 د پکتیا ولایت عدلیې ریاست د ربیع‌الاول د میاشتې په ۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د یاد ولایت د خیریه بنسټونو او اتحادیو له یو شمېر مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د عدلیې رئیس، مولوي فاتح‌الله فاتح په دې ناسته کې وویل چې افغانان د یو بل وروڼه دي او په هر ډول شرایطو کې باید یو له بله ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي او دا د خیریه بنسټونو، اتحادیو، شتمنو خلکو او نورو مرستندویه نهادونو انساني او اسلامي مسؤولیت دی چې په داسي ستونزمنو شرایطو کې له هغوی سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
همداراز، په دې ناسته کې د پکتیا ولایت د خیریه بنسټونو او اتحادیو مسؤولینو ژمنه وکړه چې د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو سره عاجلې مرستې کوي، تر څو د هغوی ستونزې تر یوه حده راکمې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۳۶
Background image

عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پروان ولایت د مقام ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ پروان ولایت ته سفر کړی او د پروان له والي، مفتي محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو په موخه له خیریه بنسټونو او اتحادیو سره د همغږۍ ناسته وکړه

 د پکتیا ولایت عدلیې ریاست د ربیع‌الاول د میاشتې په ۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۲۰
Background image

۱۶ خیریه بنسټونو او اتحادیو د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړې

 د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شدیدې زلزلې په دوهمه او درېیمه ورځو کې چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، ۱۰ خیریه بنسټونو او ۶ اتحادیو او یو شمېر خيِرو اشخاصو د کنړ او ننګرهار د عدلیې. . .

BACK TO NEWS