د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضري ته په پابندي کولو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.