په لوګر ولایت کې د څه باندې ۲۰ زره جریبه امارتي ځمکې تشخيص

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۲:۲۳
.

 د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفر‌المظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د محمد آغې ولسوالۍ اړوند په برک دښته کې د څه باندې شل‌زره پنځه سوه نهه اتيا (۲۰۵۸۹) جریبه ځمکې دوسیه تر بررسۍ لاندې ونيول شوه او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستنۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د لوګر ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS