د ارزګان په مرکز کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۴۰
.

 د ارزګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د صفر‌المظفر د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د غصب شویو ځمکو  د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د مرکز، ترينکوټ ځینو ساحه ته ولاړ او یادي ځمکې یې له نږدې ولیدې.
تخنيکي هيئت د دغې لیدنې په ترڅ کې د ترينکوټ اړوند په مهر اباد  ساحه کې پر يو زرو پنځه سوه پنځه پنځوس (۱۵۵۵) جریبه امارتي ځمکه د یو شمېر نويو تصرفاتو مخه ونيوله او د یادې ځمکې پر متصرفينو یې ټینګار وکړ چې له نويو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.
همدارنګه تخنيکي هيئت پرېکړه وکړه چې د يادې ځمکې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او دوسیه یې د وروستني پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS