د عدليې وزارت په تېره یوه مياشت کې د ۲۹۵ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت کړی

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۴۲
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان(چنګاښ) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د ۲۹۵ عریضه ليکونکو له فعاليتونو څخه نظارت ترسره کړی دی.
د دغه نظارت په ترڅ کې د ۴ تنو عریضه ليکونکو فعاليتونه چې په غيرقانوني بڼه یې فعالیتونه ترسره کول درول شوي او پاتې نورو عریضه لیکونکو ته د موجودو ستونزو د لرې کولو په برخه کې لازمې توصیې شوي دي.
همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې د عریضه لیکنې د فعاليت د جواز له ۳۶  تنو غوښتونکو څخه ازموينه اخیستې او ۲۶ تنو ته یې د فعاليت نوي جوازونه ورکړي دي. دغه راز په همدې موده کې د ۴۷ تنو جوازونه تمديد شوي دي.
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS