په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۱۱ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۳:۵۹
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د مرکز اړوند په شور آریغ کلي کې د شپږزره څلور سوه شپږ پنځوس (۶۴۵۶) جریبه ځمکې او په صوفي قلعه کلي کې د څلور زره اوه سوه شپږ ويشت (۴۷۲۶) جریبه ځمکو دوسیې تر بررسي لاندې ونيول شوې.
هئيت پرېکړه وکړه چې د يادو ځمکو دوسیې دې بشپړې او د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۶
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پروان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۳۵
Background image

په بغلان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د بغلان ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې  له ۳۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ د. . .

BACK TO NEWS