په بلخ ولایت کې ۲۲۷ جریبه امارتي ځمکه تشخيص شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۵:۳۵
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذی‌القعدې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یوې ناستې په ترڅ کې د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې د دوه سوه اووه ويشت (۲۲۷) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونیوله.

په دې ناسته کې، یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه او هیئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې لپاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

همداراز، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په تړاو یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS