په غزني ولایت کې د عدلیې ریاست او د صرافانو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۴:۲۵
.

 د غزني ولایت د عدليې رئیس مولوي مطیع‌الحق عثمان د ذی‌القعدې میاشتې په ۲۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د صرافانو اتحادیې له یو شمېر مسؤولینو سره د دغه ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون کړی وو، د عدلیې رئیس د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د اتحادیې مسؤولین باید خپل فعالیتونه د قوانینو او اصولو مطابق ترسره کړي، له هر ډول جعل او قانون‌ماتوونکو کړنو څخه ځان وساتي، په خپلو کاري چارو کې غفلت ونه‌کړي او د خپلو فعالیتونو راپورونه له عدلیې ریاست سره شریک کړي.
په ورته مهال د صرافانو اتحادیې مسؤولینو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شريک کړل او د عدلیې رياست د همکارۍ غوښتونکي شول چې د عدلیې رياست د یادو ستونزو د حل کولو په برخه کې ورته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS