په بادغیس ولایت کې د څه باندې ۱۶۱ زره جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۳:۵۹
.

 د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌القعدې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت قلعه نو ولسوالۍ اړوند په لامان ساحه کې د څه باندې یو سلو یو شپېته زره درې سوه څلور اويا (۱۶۱۳۷۴) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د بادغیس ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS