د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړيدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۰:۴۳
.

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او د مدافع وکیلانو تر منځ د همغږۍ ناسته د ذوالقعدې میاشتې په لومړۍ نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه. په دې ناسته کې د عدلیې رئیس مفتي عبدالستار حماس، د دغه ولایت یو شمېر مدافع وکیلانو او د امنیه قوماندانۍ مسؤولینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د مدافع وکیلانو د امنیتي ستونزو، د کلني عوایدو د تصفیې او له تازه راستنېدونکو کډوالو سره د وړیا حقوقي مرستو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د عدلیې رئیس ټینګار وکړ چې مدافع وکیلان دې له تازه راستنېدونکو کډوالو سره د وکالت په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS