د بغلان ولایت د عدلیې او کرنې رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۰:۸
.

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او د کرنې رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته د روژې د میاشتې په ۲۶ نېټه د دواړه ریاستونو د رئیسانو او نورو مسؤولینو په ګډون د عدليې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس مولوي امر الله مصلح، د يادو دواړو ادارو تر منځ یو شمېر ستونزې د کرنې ریاست له مسؤولینو سره شریک کړې او د حل په برخه کې یې له هغوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
له بلې خوا د بغلان د کرنې رئیس له عدلیې ریاست د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه، په دې ناسته کې مولوي امر الله مصلح د ځمکو د غصب اړوند يو شمېر موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د امارتي ځمکو د تشخيص په موخه لا زياتي هځې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS