په نیمروز ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځیو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۲:۴۶
.

 د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د میاشتې په ۲۲ مه نېټه د شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د موټر پلورنځیو او د املاکو د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د موټر پلورنځیو او د املاکو د معاملاتو لارښوونې د دفترونو رسمي سټې، د ثبت کتابونه او نور اړوند سندونه وکتل شوو او بررسي شول.
مؤظف پلاوي، د یادو دفترونو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او څارنه ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS