د بادغيس ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۹
.

 د بادغيس ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالرازق مرزوقي  او له هغه سره مل پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي عبدالخالق امدادالحق سره د استیناف محکمې د رياست په مقر کې ناسته جوړه کړه.
د عدلیې رئيس په دې ناسته کې وويل چې د دواړو ادارو چارې له یو بل سره تړلي دي، بناً لازمه ده چې د چارو ښه پرمخ وړلو او د ستونزو د حل کېدو په موخه یادې ادارې سره همکارې او همغږې وي.
همدارنګه نوموړي د عدلیې رياست ځينې ستونزې چې، محکمو پورې اړه لري شريکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتننه وکړه.
په ورته مهال د بادغیس ولایت د استيناف محمکې رئيس مولوي عبدالخالق امدادالحق د شته ستونزو د حل په برخه کې د عدلیې رياست ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS