د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۴
.

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د روژې د میاشتې په ۱۵ د شنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د عدلیې وزیر د پنځو ولایتونو د عدلیې او کرنې له رئیسانو سره په کتنه کې د کاري چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د جمادی الآخرة د میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او لوګر ولایتونو د عدلیې او کرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۸ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ،  د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې په کابل ښار کې له ۱۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۸ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو. . .

BACK TO NEWS