په هرات ولایت کې د څه باندې ۳۳ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۹:۲۵
.

 د هرات ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د جغرات، سفید بر او رباط سفچه کاریزونو ساحو د څه باندې څلور دېرش زره دوه سوه اتیا (۳۴۲۸۰) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيولې او په ترڅ کې یې د یادو ساحو له جملې څخه دري دېرش زره څلور سوه دوه نوي (۳۳۴۹۲) جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخيص کړه.
همدارنګه په دې ناسته کې د هرات ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS