په بلخ ولایت کې د څه باندې ۷۰۰ جریبه ځمکو د دوسیو بررسي کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۱:۱۴
.

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۲ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مرکز اړوند په دشت شور ساحه کې د څه باندې شپږ سوه اتيا (۶۸۰) جریبه ځمکې او د چمتال ولسوالۍ په نوشهر ترکي کلي کې د څه باندې پنځه ویشت (۲۵) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.
هیئت پرېکړه وکړه چې، د یادو دوسیو په اړه دې معلومات بشپړ او په هکله یې لازم اجراآت ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه واخیستل شوه؛ د مدافع وکيلانو خدمتونه ولسواليو ته پراخېږي

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ذوالقعدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS