د خوست ولایت د عدلیي ریاست کارکوونکو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۴:۱۶
.

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د خوست ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.
د یادې زده کړه ییزې برنامې پرانیسته کې چې د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د یاد ولایت د عدلیې رئیس، د عدلیې وزارت د کارکوونکود چارو د ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت ښوونکو او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
په دې زده کړه ییزه برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې به دوام ولري، د خوست ولایت د عدلیې ریاست ۲۵ تنو مسلکي کارکوونکو ته د دعوا لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شي.
د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS