د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱۶
.

 د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د مياشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي  ګل رسول نصرت او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پروان ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، وخت او حاضرۍ ته په پابندۍ کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۱
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵
Background image

په هرات ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۴
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په کندوز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ په کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفت. . .

BACK TO NEWS