د باميان ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۲:۲۷
.

 د باميان  ولایت له مدافع وکیلانو سره د یاد ولایت د عدلیې ریاست د همغږۍ ناسته د رجب المرجب د مياشتې په ۲۷ مه نېټه، د يکشنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي محمد ابراهيم سلطاني په مشرۍ او د یاد ریاست نورو مسؤولینو او یو شمېر مدافع وکيلانو په ګډون د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس په خپلو خبرو کې د یاد ولایت له مدافع وکيلانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو په خپلو کارونو کې له اخلاص او امانت دارۍ څخه کار واخلي او خپل فعاليتونه د مدافع وکيلانو د طرزالعمل مطابق ترسره کړي.
همدارنګه، د عدليې رئیس د ياد ولايت مدافع وکيلانو ته د هر اړخيزې همکارۍ په برخه کې هم  ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS