په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۷۲ دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۳۸
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په مرغومې میاشت کې  په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱۷۲ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې  نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په هکله یې لازمې توصیې وړاندې شوي دي.
همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې د فعالیت د جواز غوښتونکو لپاره ۴۶ نوي جوازونه ويشلي او ۴۹ نور جوازونه یې تمديد کړي دي. 
همداراز، د عریضه لیکنې په برخه کې ۱۳ تنو لپاره نوي جوازونه ویشل شوي او د ۵۴ تنو نورو جوازونه تمديد شوي دي. 
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه واخیستل شوه؛ د مدافع وکيلانو خدمتونه ولسواليو ته پراخېږي

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ذوالقعدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS