په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۴۰ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۱۵
.

د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د مياشتې په ۲۲ مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د خلم ولسوالۍ اړوند په اجريم تنګي ساحه کې د څلوېښت زره اته سوه (۴۰۸۰۰) جریبه ځمکې موضوع په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبيت شوه په اړه یې لازمه پرېکړه وشوه.
همدارنګه په ياده ناسته کې د سمنګان ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د کابل د امنیتي حوزو له مسؤولینو سره په کتنه کې د عدلیې وزیر له امیر څخه پر اطاعت کولو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د محرم د میاشتې په ۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار د امنیتي حوزو د څلورو زونونو له مسؤولینو سره د یاد وزارت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS