په سرپل ولایت کې د څه باندې ۵۳۶۷ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۲:۲۱
.

د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېته د سه شنبې په ورځ، د هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د سرپل ولایت په کله خانه ساحه کې د څلور زره اويا (۴۰۷۰) جریبه ځمکې، د صیاد ولسوالۍ اړوند په ګرم جر ساحه کې د څه باندې یو زرو شپږ سوه څلور اويا (۱۶۷۴) جریبه ځمکې او په پهلوان تاش ساحه کې د څه باندې يو ویشت (۲۱) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيولې او په ترڅ کې یې یادې ځمکې امارتي تثبيت او تشخيص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې و وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته د سرپل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS