د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو نوی رئیس معرفي شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۳
.

 محترم مولوي رحمت ګل چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ په اساس د یاد وزارت د امارت د قضایاوو  دعمومي ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو د نوی رئیس په حیث تعیین شوی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ریاست کارمندانو ته معرفي شو.

دا مراسم د رجب المرجب د میاشتې په ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د امارت د قضایاوو د عمومي رئیس، محترم مولوي احسان الله وثیق، د کارکوونکو د چارو رئیس، محترم مفتي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت د بېلابېلو برخو د نورو رئیسانو او مسؤولینو په ګډون ترسره شوو.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس په خپله وینا کې، د یاد ریاست د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو رئیس ته د نوي موقف د مبارکۍ ترڅنګ له هغه څخه وغوښتل چې د مسؤولیتونو د اجرا او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې له هیڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونه‌کړي.

له ‌بلې‌خوا د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس تغییر او تبدیل په نظام او اداره کې یو اصل وباله او د مالي، اداري او سوداګریزو قضایاوو ریاست نوي رئیس ته یې د لازیاتو بریاوو هیله وکړه.

محترم مولوي رحمت ګل له دې وړاندې د اسلامي امارت د سترې محکمې د مرکز د تمیز جزا دیوان د محرر غړي په توګه دنده ترسره کوله.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS