په پکتیا ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځیو نظارت کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۶
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د میاشتې په ۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې له ۱۲ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې، د موټر پلورنځیو رسمي سټې، د ثبت کتابونه او نور اړوند سندونه وکتل شوو او بررسي شول.

مؤظف پلاوي، د یادو موټر پلورنځيو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او څارنه ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

BACK TO NEWS