په غور ولایت کې د څه باندې ۲۳۴۴ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۲۴
.

د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادي الثاني د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د دولت یار ولسوالۍ اړوند په سمک کلي کې د څه باندې دوه‌زره درې‌سوه څلور څلوېښت ( ۲۳۴۴) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې او د متصرفينو د اعتراف په اساس  یادې ځمکې امارتي تثبیت او تشخیص شوې.

هيئت پرېکړه وکړه چې یادې ځمکې دې د ځمکو په بانک ثبت شي.

همدارنګه، په ياده ناسته د غور ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS