د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو د آمریت او د کندز ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۱۰
.

په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمر مولوي ګلبدین رهبر او له هغه سره مل پلاوي د جمادي‌الثاني د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس مولوي نور محمد نوري سره وکتل.

په دې کتنه کې، د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت د کندز ولایت په محکمو کې د مدافع وکيلانو د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کندز ولایت د استیناف محکمې رئیس، د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت فعالیتونه او کړنې وستایلې او په محکمو کې یې د مدافع وکيلانو ستونزو ته د رسيدګۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS