په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۸۸ جریبه ځمکو د دوسیو بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۹:۲۴
.

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د مياشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې تخنیکي هیئت د مزار شریف د هوايي ډګر شمال لور ته د څلور سوه شپږ دېرش (۴۳۶) جریبه ځمکې او  د چمتال ولسوالۍ په صدمیش او نوشهر کليو کې د دوه‌سوه او دوه‌پنځوس (۲۵۲) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.

هیئت پرېکړه وکړه چې، د یادو دوسیو په اړه دې معلومات بشپړ  او په اړه یې لازم اجراآت ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لړم (عقرب) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۸۵ دفترونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۹۳۸۳ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د ۹۳۸۳ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.

له دغو. . .

BACK TO NEWS