د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۲:۰
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادي‌الثاني د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS