په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۲:۴۰
.

د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الثاني د مياشتې په ۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې، د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو نیمګړتیاوې او ستونزې مشخصې کړې او د هغو د لرې کولو او همدارنګه، د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته  لازمې توصیې وکړې.

د جوزجان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په دغه ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوې ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS