په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۷۶۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۴۶
.

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د مرکز اړوند په شورجر عربیه کلي کې د څه باندې اوه سوه دوه (۷۰۲) جریبه او په صوفي قلعه کلي کې د پنځه ویشت (۲۵) جریبه ځمکو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو موضوعاتو په اړه املاکي څېړنې ترسره شي او د راتلونکو اجراآتو په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه، په یاده ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم  بررسي شوې  او په اړه یې لازمې تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه او ۸ استوګنیز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

په کابل ښار کې ۳ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۷
Background image

د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر کې. . .

BACK TO NEWS