په بلخ کې د ۴۹ جریبو ځمکو دوسیې بررسي شوې

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۳۶
.

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د نږدې نهه څلوېښت (۴۹) جریبو ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

یادې شوې ځمکې د بلخ ولایت د مزار شریف په ښار او شولګرې او چمتال ولسوالیو کې موقعیت لري او هیئت له هر اړخیز بحث څخه وروسته، د هغو په اړه لازم تصامیم ونیول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS