د ننګرهار ولایت عدلیې رئیس د یاد ولایت د یو شمېر موټر پلورنځيو له مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۰:۳۶
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس، مولوي محمد رئيس محمدي د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۰ مه نېټه سه ‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د موټر پلورنځيو له یو شمېر مسؤولينو سره د عدلیې رياست په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې د موټر پلورنځيو مسؤولينو ترمنځ د اتحاد، انسجام او ښې همغږۍ په موخه  د یوې اتحادیې د  رامنځته کېدو په اړه خبرې اترې وشوې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس د موټر پلورنځيو اتحادیې د جوړيدو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د اتحادیې په رامنځته کېدو سره به د موټر پلورنځيو د مسؤولينو ترمنځ لا زياته همغږي او همکاري رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه او ۸ استوګنیز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

په کابل ښار کې ۳ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۷
Background image

د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر کې. . .

BACK TO NEWS