په کندز ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو د فعالیت نظارت کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۴۸
.

د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادي الاول د مياشتې په ۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ، دوه‌يمې او درېيمې ناحیو کې د یو شمېر عریضه ليکونکو د فعاليت له څرنګوالي څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د ۴ عریضه لیکونکو فعاليت د فعالیت جواز نه لرلو او یا هم د نېټې تېرېدلو له امله ودرول او د پاتې نورو عریضه ليکونکو نېمګړتېاوې یې مشخصې کړې او د ستونزو لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په برخه کې یې هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

BACK TO NEWS