په جوزجان ولایت کې د کابو ۱۵۵۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۴:۱۷
.

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیع‌ الثاني د مياشتې په ۲۷ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې د نهه سوه نهه نوي اعشاريه اولس (۹۹۹،۱۷) جریبه امارتي ځمکې او همدارنګه د یاد ولایت د مرکز اړوند په شورجر افغانیه کلي کې د پنځه‌سوه پنځه څلوېښت (۵۴۵) جریبه امارتي ځمکې دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یاد ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي د امارتي ځمکې دوسیې په اړه املاکي څېړنې ترسره شي او همدارنګه د یاد ولایت د مرکز اړوند په شورجر افغانیه کلي کې د امارتي ځمکې په اړه هدایت ورکړل شو چې یاده شوې دوسیه دې د راتلونکو اجراآتو په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازمې تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS