په نیمروز ولايت کې د غیرقانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې د ۷ دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۲۹
.

د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې، د معاملاتو لارښوونې له ۲۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې ، د معاملاتو لارښوونې ۷ دفترونه د غیر قانوني فعالیت له کبله وتړل شول او د پاتې نورو، د معاملاتو لارښوونو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياوې د اصلاح او د کاري چارو ښه‌والي په موخه لازمې توصیې وشوې.

د نيمروز ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS