په سمنګان کې څه باندې ۶۶۱۴ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۱:۴۸
.

د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د ۱۷ زره او ۳۶۰ جریبه ځمکې په بررسۍ سره، د هغې څه باندې شپږزره او شپږسوه او څوارلس (۶۶۱۴) جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

د دغې اندازې ځمکې بررسۍ لپاره په خُلم ولسوالۍ کې موظف پلاوي خپل کاري راپور، د تخنیکي هیئت په ناسته کې چې د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې ورځ جوړه شوه، وړاندې کړ چې، پر بنسټ یې د یادې ځمکې ۶۶۱۴.۷۶ جریبه امارتي تثبیت شوې ده.

دا ځمکې د سمنګان ولایت په کل اریغ او نوکر اریغ ساحو کې موقعیت لري او تخنیکي هیئت پرېکړه وکړه چې په دې تړاو دې لازیاتې څېړنې او بررسۍ ترسره شي او راپور یې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په دې ناسته کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په چقمقلي کلي کې د دوه‌زره (۲۰۰۰) جریبه ځمکې موضوع هم بحث لاندې ونیول شوه او پرېکړه وشوه چې یو پلاوی دې له یادې ځمکې لیدنه وکړي، تفکیک او تشخیص یې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS