د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته جوړیدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۱۴
.

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د ربیع‌الثاني د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت، فیض اباد ولسوالۍ اړوند قره اول کلي کې د نهه سوه اوه پنځوس (۹۵۷) جریبه امارتي ځمکې موضوع بحث لاندې ونیول شوه او پرېکړه وشوه چې، د تخنیکي هیئت د سکرتریت مسلکي غړي دې د یادې ځمکې دوسیه بشپړه کړي او وروسته یې مرکزي کمېسيون ته واستوي.
همدارنګه، د تخنيکي هیئت په دې ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو ساحو کې غصب شويو ځمکو یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS