د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۵ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع الثاني د میاشتې په  ۹ مه نېټه چې د تلې د میاشتې له ۲۱ نېټې سره سمون خوري د شنبې په ورځ، د ۹ تنو نورو مدافع وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو په منظور پیلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره خپل غوښتنلیکونه د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

دغه راز په ټاکل شوې ورځ د مدافع وکیلانو شتون حتمي او لازمي دی او د ازموېنې په صحن کې د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې  هغوی ته دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.

محترم وکیلان دې خبر وي.

د ۵۵ دورې د مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.

.

 

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره شوه

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره کړه.

په دې ټولګه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ۱۵ فرمانونه چې په ۱۴۴۶ هجري . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۶
Background image

د خدماتو وړاندې کولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

بسم الله الرحمن الرحیم

عدلیې وزارت، خپلو ټولو مراجعینو ته ډاډ او اطمینان ورکوي چې په دې وزارت کې ټول کارونه د اصولو او قوانینو مطابق په ټاکلي وخت ترسره کېږي او هېڅ ډول واسطه یا شخصي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د دفاع وکالت د ستاژ د نوم‌لیکنې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت هغو متقاضیانو لپاره چې د جواز ترلاسه کولو په موخه یې د دفاع وکالت ورودي ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده او کاري تجربه نه لري، ډېر ژر . . .

Back to announcements