د عدلیې وزارت د ۳ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۱۰
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الثاني د مياشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست دريمې رتبې د درېو (۳) تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالې له لارې واخیسته.

په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت لله حلیم، د تقنيني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق رئيس مفتي احمد الفجر او د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.

د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د یادو بستونو د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.

په دغې ازموینه کې د ګډون لپاره ۱۳۴ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه د هغوی ۱۰۱ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS