په پکتیا ولایت کې د موټر پلورنځیو یو شمېر مسؤولينو ته زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۴:۴۹
.

د پکتيا ولایت عدلیې رياست، د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د موټر پلورنځیو یو شمېر مسؤولينو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د چهارشنبې په ورځ په یادې ولسوالۍ کې جوړه شوه، د یاد رياست د انسجام آمريت مسؤولینو ګډونوالو ته د رسمي سټو، د ثبت کتابونو، د موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونو، د جعلي سټو له ګټې اخیستنې څخه د مخنيوي او ورته نورو اړینو موضوعاتو په اړه معلومات واړندې کړل.

دغه راز په دې برنامه کې د یادو موټر پلورنځيو شمسؤولينو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS