په کندز ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۲
.

د کندز ولایت عدلیې رياست، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.

په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست مسؤولينو ترې څارنه وکړه، د فعالیت جواز ۱۳ تنو غوښتونکو په کې برخه اخيستې وه.

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۹:۴۷
Background image

د عدلیې وزیر د ارزګان پوهنتون له یو شمېر ښوونکو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شعبان المعظم د میاشتې په لومړۍ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د ارزګان پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵
Background image

په لغمان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي په تېرو دوو ورځو کې، په دغه ولایت کې له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د عریضه‌لیکونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه زده‌کړیزه برنامه جوړه شوه

 د هرات ولایت د عدلیې ریاست د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د هرات ښار یو شمېر عریضه‌لیکونکو ته د عریضه‌لیکنې د اصولو تر عنوان لاندې زده‌کړیزه برنامه جوړه کړه.
په دې. . .

BACK TO NEWS